WJ rejects Anisa as Supreme Court member

کابل ( پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٤): انيسې رسولي د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه نه کړه.
 حکومت د چنګاښ په لسمه د سترې محکمې د غړيتوب لپاره انيسه رسولي او محمديوسف حليم او د افغانستان بانک لپاره خليل الله صديق معرفي کړل.
 له دې کسانو څخه نن لومړى انيسې رسولي ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړل.
انيسې رسولي وويل چې د باور رايې تر لاسه کولو په صورت کې به  د قاضيانو په ګومارلو او تبديلو کې د وړتيا اصل په پام کې ونيسي، خلکو ته د عدالت او د هغوى د بنسټيزو حقونو تامين، د قاضي د رايې له خپلواکۍ او رايې ته له درناوي نه به ملاتړ  او قضا کې د نورو د لاسوهنې او اغېز مخنيوى به وکړي ، د برابري او مساواتو اصل عملي کولو لپاره هڅه ، د قضا په برخه کې د ټولو قاضيانو په ځانګړې توګه د ښځينه قاضايانو له حقونو څخه دفاع به د نوموړې له پروګرامونو څخه وي.
نوموړې له اداري فساد سره پر مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل، چې قاضي په خپلو اجرااتو کې خپلواک او يواځې د قانون حکم تابع دى ، د قضا خپلواکي ددې امر ښکارندوى دى چې قاضي بايد بې پرې کس وي او د قانون له حکم  نه پرته تر بل هيڅ ډول اغېز لاندې رانه شي.
هغې زياته کړه چې په اسانه ډول  د ماشومانو او ښځو د حقونو تر لاسه کولو په خاطر به په ټول هېواد کې د شخصي احوالو  اختصاصي محاکمو  او د ماشومانو محاکمو د رامنځ ته کولو لپاره هڅه وکړي.
 د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ١٩٣ تنه حاضر وو او نوماند بايد د بريا لپاره ٩٧ رايې ترلاسه کړې واى.
 رسولي، د ٨٨ موافقو، ٨٣ مخالفو،٧ باطلو او١٤ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره و نه کولاى شول چې د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.
 دا لومړى ځل دى چې يوه ښځه په افغانستان کې د سترې محکمې د عالى شورا  دغړيتوب  لپاره نوماند شوې وه .
د سترې محکمې شورا ته د نوماندې انيسې رسولي ژوند ليک
انيسه رسولې د محمدعلم لور، په ١٣٦٤ لمريز کال کې په پروان ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په عايشه دراني لېسه کې پاى ته رسولې او ليسانس سند يې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي په قضا او څارنوالۍ څانګه کې کې اخيستى دى.
نوموړې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ايران له ازاد اسلامي پوهنتون څخه د جزا حقوقو او جرم پېژنې په برخه کې د ماسټرۍ سند اخيستې او د دې تر څنګ د څو نورو لنډمهاله پروګرامونو سندونه لري.
هغې په بېلابېلو پستونو لکه د سترې محکمې د تفتيش رياست ادارې کارکوونکې، د سترې محکمې د څېړنې او معلوماتو رياست د جزايي قضيو ديپارټمنټ د مسلکي غړې، د عامه امنيت محکمې د قاضي، د کابل د ماشومانو لومړنۍ محکمې د مشرې، په هرات، بلخ، بدخشان، کندوز او پروان ولايتونو کې د ښځو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د حقوقي مضامنيو د مدرسې، د افغان ښځينه قاضيانو ټولنې د منتخبې مشرې، په اساسي قانون کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي قانون، د کورني حقوق، بشري حقونو، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د قوانينو د ښوونکې په توګه کار کړى دى.
نوموړې د خپلو دندو په اوږدو کې څو ځلې ستاينليکونه او مډالونه اخيستي او د مسلکي لوړتيا او تجربو د تبادلې په موخه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تللې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.