وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 11 min 32 sec ago

صديقي: د سولې په تړاو طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې

2020-11-17
By احمد صهیب حسرت on 17 November 2020 کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان اړیکې پر دوه اړخيزو ګټو ولاړې دي. صدیقي نن د لړم په ٢٧مه، په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امریکا او طالبانو تړون له لاسلیک وروسته طالبانو د سولې ټنګښت په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. ده زیاته... read more

مدني بنسټونه: د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون ناقانونه دی باید لغوه شي

2020-11-17
By ناهید بشردوست on 17 November 2020 کابل ( پژواک ،۲۷لړم ۹۹) : «د مدني ټولنې ګډې ډلې» د ولسمشر له خوا له فساد سره د مبارزې د کمېسیون د کمېشنرانو ټاکل سیاسي او ناقانونه بللي او د هغه د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. ولسمشر محمد اشرف غني د لړم په ۲۲مه له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رامنځته کړ او د هغه غړي یې وټاکل. دغه کمېسیون پنځه... read more

اسدالله خالد: ډاډه نه یم چې د سولې خبرې به پايله ولري

2020-11-17
By خواجه بصیر فطري, عزيزالله همدرد on 17 November 2020 کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د ارادې پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، که تېر کال د سولې خبرې پیل شوې نه وای اوس به امنیتي سرتېرو ډېرې لاسته راوړنې درلودې. ولسي جرګه د روانې اوونۍ د پنجشنبه په ورځ لسو هغو نوماند وزیرانو ته د... read more

افغان- تاجک سرحدي سیمو کې د ۹.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ژوند ودې پروګرام پیل شو

2020-11-17
By عبدالرقیب سایل on 17 November 2020 کابل(پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د کلیو او پراختیا وزارت مسوولین وايي، د افغانستان او تاجکستان هېوادونو سرحدي سیمو کې د ژوند د ودې په موخه د لیتاکا درېیم پړاوو پروګرام د ۹.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د پنځو کلونو لپاره پرانيستل شو. د دغه وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې... read more

قطر: هيله ده د روان کال ترپايه افغان سوله کې پرمختګ وشي

2020-11-17
By جاويد هميم کاکړ on 17 November 2020 کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩) : د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې د روان زيږديز کال تر پايه پورې په افغان سولې پروسه کې پرمختګ وشي. د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آلثاني دغه څرګندونې د نړيوال امنيت ټولنې په يوه ناسته کې کړې دي چې... read more

د ناټو د ځانګړوعملياتو قوماندان: له افغان همکارانو سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوو

2020-11-17
By یوسف ظریفی on 17 November 2020 جلال اباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د ځانګړو عملياتو قوماندان د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ په برخه کې د ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي، چې په هر ډول حالاتو کې له خپلو افغان همکارانو او ځواکونو سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې اوږه په اوږه مخ ته ځي. د لغمان د والي... read more

​مېک: د کانونو وزارت ٣١ رياستونه په غير قانوني ډول سرپرستان اداره کوي

2020-11-17
By عبدالرقیب سایل on 17 November 2020 کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د "مېک" کمېټې راپور ښيي چې د کانونو وزارت له دوو کلونو راهیسې د دې کمېټې له ۱۹۱ سپارښتنو د ۲۵ سپارښتنو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او دغه وزارت ۵۸۹ خالي بستونه لري چې له ډلې یې ۳۱ ریاستونه په غیر قانوني ډول سرپرستان اداره کوي. له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې... read more

بغلان کې د شولو حاصلات ٢٥ سلنه کم شوي

2020-11-17
By راز محمد on 17 November 2020 پلخمري (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): د بغلان د کرنې رياست وايي چې د طبيعي ستونزو له امله سږ کال په دغه ولايت کې د شولو په حاصلاتو کې ٢٥ سلنه کموالی راغلی دی. د بغلان د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالغیاث صدیقي د لړم په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولايت کې د بې وخته او دوړه لرونکي باد له امله... read more

د جينوا کنفرانس کې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنې تازه کوي

2020-11-17
By احمد صهیب حسرت on 17 November 2020  کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې له افغانستان سره د مرستو په تړاو په جينوا کنفرانس کې به د خپلو قوي همکاريو ژمنې را تازه کړي. ټاکل شوې ده، چې دغه کنفرانس راتلونکې اوونۍ ( دوشنبه، سه شنبه) د افغانستان، ملګرو ملتونو او فنلينډ په ګډ کوربه توب د سويس هېواد... read more

کابينه: د وروستيو ترهګريزو بريدونو عاملين دې علني محاکمه شي

2020-11-17
By احمد صهیب حسرت on 17 November 2020 کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): د ولسمشر په مشرۍ کابينې ټینګار کړی چې د وروستیو ترهګريزو بریدونو، په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید د عاملینو بېړنۍ او علني محکمې په اړه دې له عدلي او قضایي ارګانونو سره خبرې وشي. له ارګه د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد... read more

په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢١٣ کسان پر کرونا اخته او شپږ يې مړه شوي

2020-11-17
By عزيزالله همدرد on 17 November 2020 کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢١٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٣٦٨١ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٧ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته... read more

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

2020-11-17
By فرید تنها on 17 November 2020 چاریکار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د یوه کمین په ترڅ کې په کاپیسا کې وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک ته وویل چې د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدار شمال له... read more

چارواکي: د دشت ارچي ډېرې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې دي

2020-11-17
By اجمل کاکر on 17 November 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): حکومتي مسوولين ادعا کوي چې د دشت ارچي ولسوالۍ ډېرې سيمې يې بېرته له طالبانو څخه نيولې دي چې په ترڅ کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. تېره ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر حکومتي سرچينو پژواک ته ويلي و چې د يادې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ طالبانو نيولې... read more

د بندرونو بستونو ته د ځينو بریالیو افسرانو نه معرفي کېدل د پوښتنې وړ دي

2020-11-17
By احمدشاه عرفانیار on 17 November 2020 کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): یو شمېر پولیس افسرانو د هېواد د بندرونو مختلفو بستونو کې د ګومارنې لپاره ازموینه ورکړه خو له بریالیتوب وروسته یادو بستونو ته د معرفي کېدو پر ځای ۱۳ کسان پخوانیو دندو او نهه کسان «فعال احتیاط » ته معرفي شوي دي. یاد افسران په داسې حال کې مخکنیو دندو یا «فعال اختیاط» ته... read more

د حکومت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

2020-11-16
By عزيزالله همدرد on 16 November 2020 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت  او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه تړون نن په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسليک شو. د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پانګونې د اسانتیا واحد... read more

په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې مسوولیت امرالله صالح ته وسپارل شو

2020-11-16
By عزيزالله همدرد on 16 November 2020 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ۹۹): ولسمشر غني د امنیتي میثاق د ښه پلي کېدو په موخه په کابل کې د اداري فساد د مخنيوي مسووليت هم امرالله صالح ته وسپاره. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د تلې له ۲۶نېټې راهیسې یې د کابل د امنیت مدیریت پر غاړه اخیستی، د دغه مسوولیت له اخیستلو وروسته هره ورځ خپلې پرېکړې... read more

ولسي جرګه راتلونکې پنجشنبه لسو نوماند وزیرانو ته رایه ورکوي

2020-11-16
By خواجه بصیر فطري, عاطفه سهرابي on 16 November 2020 کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د بهرني سیاست نوې طرحه جوړه کړې او د مالیې وزات نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي، تر ۲۰۲۵ میلادي کاله به د افغانستان اقتصادي خپلواکي اعلان کړي. دغه راز د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي وایي، پخوا د پولیسو تمرکز د... read more

خلک:پکتيکا کې ناپېژانده کسان د سرحدي مسايلو غږ پورته کوونکي وژني

2020-11-16
By رحيم خان خوشحال on 16 November 2020  ښرنه (پژواک، ٢٦ لړم  ٩٩): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څوک له امنيتي ځواکونو سره ناسته ولاړه ولري او يا هم له پاکستان سره په سرحدي موضوعاتو غږ پورته کړي،نو د نامعلومو کړيو له لوري وژل کيږي. د اړوندې موضوع په اړه د برمل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د لړم په ٢٦مه غونډه جوړه کړې وه... read more

"حکومت دې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي"

2020-11-16
By جاوید احمد on 16 November 2020 مزارشريف ( پژواک، ۲۶لړم ۹۹) : د بلخ ولايت د پوهنتون يو شمېر استادان، محصلين او مدني فعالان له حکومت څخه غواړي، چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو امنيت ته دې پاملرنه زياته کړي. دوی چې د لړم په ۲۶مه، مزارشريف کې د محصل ورځې په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې پر کابل پوهنتون وروستی خونړی بريد وغانده... read more

​مسوولين: سږ پکتیا کې د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زر ټنه ډېر شوي

2020-11-16
By شکـور کامـران on 16 November 2020 ګردېز (پژواک، ٢٦ لړم ۹۹): د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې جلغوزو څه باندې ١٣زره مټريک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي. د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا اوسېدونکي او د جلغوزو يوه سوداګر بهادر منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلغوزو د حاصلاتو... read more

Pages