وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 19 min 40 sec ago

فراه کې د جګړې له امله زیانمنې شوې مېرمنې سوله غواړي

2020-11-16
By بنیامین بارز on 16 November 2020 فراه ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د فراه ولايت د مرکز او ولسواليو يو شمېر ښځې په جګړې کې له ښکېلو اړخونو سوله غواړي او وايي چې نور بايد د دوى وينې او اوښکې تويې نه شي. د دغه ولايت له خوا د لړم په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړبرنامې په نوښت... read more

د ننګرهار شینواري: حکومت دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي

2020-11-16
By یوسف ظریفی on 16 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د شينوارو قوم وايي، حکومت ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کړې وې خو تر اوسه يې نه دي پوره کړې؛ نو ځکه غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي. د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، لارو، پلونو، عامه تاسيساتو او کورونو رغولو په برخه... read more

د کرونا او نا امنيو له امله سږ کال کندهار کې د پوليو پېښې دوه برابره شوې دي

2020-11-16
By بشیر احمد نادم on 16 November 2020 کندهار (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): روان کال په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغه ولایت کې ټولې شپږ پېښې ثبت شوې وې. شمېرو ته په کتو سږ کال د تېر کال په پرتله په کندهار کې د پولیو پېښې دوه برابره ډېرې شوي چې چارواکي یې لامل د کرونا وبا راتګ او ناامنۍ ګڼي... read more

د هرات چاودنه کې د اورګاډي پټلۍ اووه ساتونکي ټپيان شوي

2020-11-16
By ستورى کريمي on 16 November 2020 هرات ښار  (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د هرات – اسلام کلا پر لويه لاره د يوې چاودنې له امله د اورګاډي پټلۍ اووه تنه ساتونکي ټپيان شوي دي. د هرات  د والي وياند جيلاني فرهاد د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د عامه ساتې د ملي تصدۍ د ساتونکو پر رنجر موټر شوې ده... read more

افغانستان کې په تېر ٢٤ ساعتونو کې ١٥ کسان د کرونا له امله مړه شوي

2020-11-16
By عزيزالله همدرد on 16 November 2020 کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۴۶۸ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٦ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته... read more

ميرزکوال: خلک بايد د روانې جګړې خلاف خپل غږ پورته کړي

2020-11-16
By اجمل کاکر on 16 November 2020 کندوز (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د کندوز والي له خلکو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د روانې جګړې پر خلاف خپل غږ پورته کړي او زياتوي چې د امنيت د ټېنګښت په موخه حاضر دى په همدغه ولايت کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي. دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال چهاردرې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د دې... read more

د کابل امبولانس د ۷۲ کارکوونکو د حق الخطر پیسې پر ۱۵۸ کسانو وېشل شوې دي

2020-11-16
By خواجه بصیر فطري on 16 November 2020 کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د کابل امبولانس د ۷۲ نرسانو او چلوونکو څلورمیاشتنی حق الخطر چې د کرونا ویروس په لومړي موج کې هغوی ته منظور شوی و، د عامې روغتیا وزارت د طرزالعمل خلاف د دې ادارې پر ۱۸۵ کارکوونکو وېشل شوی دی. د یادو ۷۲ کسانو له ډلې ځینو له پژواک سره په خبرو کې شکایت کړی، ویلي یې دي چې د... read more

حکومت: دشت ارچي ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

2020-11-16
By اجمل کاکر on 16 November 2020 تعقيبي-کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ نه ده سقوط شوې او اوس يې هم کنټرول له حکومت سره دى. د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر سرچينو نن سهار پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده. دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد... read more

سرچينې: طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ نيولې ده

2020-11-16
By اجمل کاکر on 16 November 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): په کندوز کې يو شمېر سرچينې وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نيولې ده، خو د ارچي ولسوال بيا يواځې جګړه تاييدوي. د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر امنيتي سرچينو د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ مقام، امنيه... read more

​ننګرهار کې څلور قاتلين له لس تر دېرشو کلونو پر تنفيذي بند محکوم شول

2020-11-16
By یوسف ظریفی on 16 November 2020 جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): په ننګرهار ولايت کې د استيناف محکمې څلور قاتلين له لس تر دېرشو کلونو پر تنفيذي بند محکوم کړي دي. د ننګرهار ولايت مقام له خوا د لړم په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار استيناف محکمې د جزاء دېوان قضايي پلاوي څلور کسان د قتل په بېلابېلو قضيو کې له لسو... read more

منظور پښتون : پښتون ژغورنې غورځنګ هیڅوک نه شي ختمولی

2020-11-15
By on 15 November 2020 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وایي چې په لوی لاس وزیرستان یو ځل بیا نا امنه کیږي، خو دوی به ددغه کار مخنیوی کوي. نوموړي دغه څرګندونې نن د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میرانشاه کې یوې سترې ولسي غونډې ته کړې چې پکې د راپورونو له مخې، لسګونه زره کسانو برخه اخیستې وه... read more

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ کسان په کرونا اخته شوي دي

2020-11-15
By خواجه بصیر فطري on 15 November 2020 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۲۰۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۲۴۰  ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ۲۵مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته... read more

د سړو سیمو د ښوونځیو سږنۍ ازموینې د ۱۴۰۰ کال په پیل کې اخیستل کېږي

2020-11-15
By خبر پژواک on 15 November 2020 کابل(پژواک، ٢٥ لړم ٩٩): د پوهنې وزارت وایي چې د سړې هوا له امله د سړو سیمو ښوونځیي له لومړي تر شپږم ټولګيو د لېندۍ له لومړۍ او له اووم تر دوولسمو ټولګیو د لېندۍ میاشتې له ۱۵مه نېټه رخصتیږي او د دغو ټولګیو ازموینې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په پیل کې اخیستل کېږي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک ته... read more

حکومت: طالبانو په تېرو ٢٥ ورځو کې ٤٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-11-15
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 15 November 2020 کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو په وروستيو بريدونو کې ١٣٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٨٩ نور ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لړم په ٢٥مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د وسله والو طالبانو له خوا ملکي وګړو ته دا مرګ ژوبله په... read more

سناتوران: کابل ته د عمران خان سفر ښايي مثبتې پایلې ونه لري

2020-11-15
By خواجه بصیر فطري on 15 November 2020 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د شکایت ترڅنګ، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر د مثبتو پایلو په اړه خوښ نه دي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي. د افغانستان د بهرنیو چارو... read more

حکومت: د کندهار او هلمند جګړو کې تر ٦٠ زيات مهم طالب قوماندانان وژل شوي

2020-11-15
By on 15 November 2020 کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هلمند او کندهار ولايتونو په وروستيو جګړو کې د وسله والو طالبانو تر ٦٠ زيات مهم قوماندانان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې لومړى د هلمند ولايت په مرکز او يو شمېر نږدې ولسواليو کې بريدونه وکړل او بيا وروسته د... read more

د بلخ ولايت هنرمندان او فلم جوړوونکي د ژوند خونديتوب غواړي

2020-11-15
By جاوید احمد on 15 November 2020 مزارشريف (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان او فلم جوړوونکي له حکومته د ځاني مصئونيت غوښتنه کوي. یاد هنرمندان چې د لړم په ۲۴مه په مزارشريف کې د هنرمند قدوس فرهمند د دويم تلين په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې په مزار ښار کې د سينما سالون جوړېدو هيله درلوده.... read more

​تورخم کې يو ځل بيا د تازه مېوو سلګونه ډک موټر درول شوي

2020-11-15
By یوسف ظریفی on 15 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ننکرهار ولايت سوداګر او موټر چلوونکي وايي، په تورخم ښارګوټي کې له خوراکي او غير خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ درول شوي چې ځیني یاد توکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي. موټر چلوونکي وايي، د انتظار قانوني وخت يې هم پوره کړی او نمبر يې رسېدلی خو هلته سرحدي پوليس او نور... read more

افغان حکومت: ملګري ملتونه دې په افغانستان کې ترهګري او د پاکستان ادعاوې وڅېړي

2020-11-15
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 15 November 2020 کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو ادعا رد کړې او ويلي یې دي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو پلاوى دې په افغانستان کې ترهګري، بريدونه او د پاکستان ادعاوې وڅېړي. د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار پرون د دغه هېواد د بهرنيو چارو له... read more

​ننګرهار کې یو ډاکتر تښتول شوی

2020-11-15
By یوسف ظریفی on 15 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون يو ډاکتر د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوى دی. ويل کېږي چې نوموړی له تېرو څلور ورځو راهيسې نادرکه شوی دی. د خوږياڼو ولسوال شمس الحق دلړم په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، ډاکتر منهاح الدين باتور له روغتونه کور ته پر لاره... read more

Pages