وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 25 min 56 sec ago

کابل کې د یوې روغتیایي موسسې له دفتره لوی جنراتور ورک شوی

2020-11-15
By عبدالرقیب سایل on 15 November 2020 کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۹): د ابن سینا افغانستان موسسې، یو لوی جنراتور ورک شوی او د پولیسو لومړنۍ موندنې ښیي چې په دغه قضیه کې د یادې موسسې او احمدشاه بابا روغتون ځینې کسان لاس لري.     د ابن سینا افغانستان خصوصي موسسه د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې په یوه ودانۍ کې فعالیت کوي. د... read more

ننګرهار کې د انسان تښتونکو مشر او يو موټر بم نيول شوي

2020-11-15
By یوسف ظریفی on 15 November 2020 جلال اباد (پژواک،۲۵ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینوپه ننګرهار کې د انسان تښتونکو د بانډ هغه مشرنيولى چې په لسګونو اختطافونو کې په لاس لرلو تورن دی. ځايي مسوولين وايي چې دغه انسان تښتوونکى تر دې وړاندې هم دوه ځلې امنيتي ځواکونو نيولی و او قيد يې هم تېری کړی، خو د هر ځل... read more

په ننګرهار کې د انسان تښتونکو يو مشر نيول شوى

2020-11-15
By یوسف ظریفی on 15 November 2020 جلال اباد (پژواک،۲۵ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینوپه ننګرهار کې د انسان تښتونکو د بانډ هغه مشرنيولى چې په لسګونو اختطافونو کې په لاس لرلو تورن دی. ځايي مسوولين وايي چې دغه انسان تښتوونکى تر دې وړاندې هم دوه ځلې امنيتي ځواکونو نيولی و او قيد يې هم تېری کړی، خو د هر ځل... read more

د امريکا دفاع وزير: له القاعدې ډلې سره جګړه لا پاى ته نه ده رسېدلې

2020-11-15
By جاوید همیم کاکړ on 15 November 2020 کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر مېلر د دغه هېواد وسله والو ځواکونو ته په خپل لومړي پیغام کې ویلي چې له القاعدې ډلې سره جګړه پاى ته نه ده رسېدلې. د امريکا غږ د راپور له مخې، په دغه پیغام کې چې د مېلر له خوا خپور شوی راغلي: ​"په داسې حال کې چې موږ د راتلونکي لپاره... read more

خوست کې په جعلي اسنادو د ١٠٧ ميليونه افغانيو پروژې قرارداد شوى

2020-11-14
By يوسف منګل on 14 November 2020 خوست ښار(پژواک، ٢۴ لړم ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست ولايت کې د څه باندې(۱۰۷) ميليونه افغانيو په لګښت د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا د يوه منظور شوي استنادي دېوال د پروژې قرارداد په جعلي اسنادو ترسره شوی دی. د استنادي دېوال دا پروژه چې لايې عملي کار نه دی پيل شوی او ١٣،٥ کيلومتره... read more

“دکرونا په تړاو د عامه پوهاوي په نوم د بې ځايه لګښتونو مخه دې ونيول شي”

2020-11-14
By احمد جاوېد on 14 November 2020 مزارشريف (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدماتو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په دغه برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي چې مسوولې ادارې بايد هغه پيسې په ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو په برابرولو ولګوي چې دمګړۍ يې د کرونا ويروس په... read more

د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

2020-11-14
By احمد فريد تنها on 14 November 2020 چاريکار (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وايي چې په شمالي او سوېلي سالنګ کې د واورې او باد له امله دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائیو مدیر سمېع الله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په شمالي سالنګ کې واوره او باد او په سوېلي... read more

نړۍ کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې له ۵۳ میلیونو واوښتې

2020-11-14
By احمد صهیب حسرت on 14 November 2020 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٩): په نړۍ کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ ثبت شوې شمېرې تر ۵۳ میلیون واوښتې او تر اوسه له دې ډلې تر یو عشاریه درې میلیونه ډېر کسان مړه شوي او له ۳۴ میلیونو ډېر روغ شوي دي. د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې خپور شو، وروسته د نړۍ شاوخوا ۲١۰... read more

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

2020-11-14
By عزيزالله همدرد on 14 November 2020 کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٣٠٣٥ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٤مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل... read more

په روانه اوونۍ کې د پاکستان لومړى وزير کابل ته راځي

2020-11-14
By اباسين زهير on 14 November 2020 کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د پاکستان لومړى وزير عمران خان افغانستان ته په سفر راځي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د لړم په ٢٤مه رسنيو ته وويل چې د ولسمشر غني په بلنه د روانې اوونۍ په اوږدو کې د پاکستان لومړى وزير عمران خان کابل ته راځي... read more

صالح: د یوه وکیل د ساتونکو له خوا د یوه سوداګر تښتولو مخه ونیول شوه

2020-11-14
By خواجه بصیر فطري on 14 November 2020 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د ولسمشرۍ لومړی مرستیال وایي چې د کابل پولیسو د هغه سوداګر د تښتولو مخه نیولې چې په ولسي جرګه کې د خلکو د یوه استازي د ساتونکو له خوا تښتول کېده. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شنبې (د لړم ۲۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د کابل د یوه وکیل ګاردانو غوښتل په رڼا... read more

په فراه کې څلور سرحدي پوليس او درې طالبان وژل شوي

2020-11-14
By بنیامین بارز on 14 November 2020 فراه(پژواک، ۲۴ لړم۹۹):د فراه ولايت په ابونصر فراهي بندر کې د نښتې له امله څلور سرحدي پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي. د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب پژواک اژانس ته وويل چې سرحدي پوليس تېره ورځ مازيګر د ابونصر فراهي بندر کې د ګزمې پرمهال د وسله والو له کمين سره مخ شول.... read more

چارواکي:د ننګرهار حصارک کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-11-14
By يوسف ظريفي on 14 November 2020 جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې يې د ځمکنيو او هوايي بريدونو پرمهال ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. چارواکي وايي، وسله والو په امنيتي ځواکونو ډله ييز بريد کړی و چې د دوی له مقاومت سره مخ شوي دي. په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن... read more

د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ۱۴ کارکوونکي په ترافیکي پېښه کې ټپیان شوي

2020-11-14
By احمد فريد تنها on 14 November 2020 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٩): د پنجشېر ایمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې د دغه روغتون د ډاکترانو یو موټر نن سهار له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د پنجشېر ایمرجنسي روغتون رییس ډاکتر اکبرجان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سها (د لړم ۲۴مه) د دغه ولایت په دالان... read more

صالح: پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ونیول شو

2020-11-14
By خواجه بصیر فطري on 14 November 2020 کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی او د حقاني شبکې غړی دی، نیول شوی دی. پر کابل پوهنتون د لړم د ۱۲مې نېټې د دوو وسله والو په برید کې ۲۲ کسان چې ډېری یې محصلین وو، ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول. د ولسمشر لومړي... read more

د بلخ د سرحدي لوا د درېيم کنډک قوماندان ووژل شو

2020-11-14
By احمد جاوېد on 14 November 2020 مزارشریف (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): په بلخ ولايت کې د سرحدي لوا د درېیم کنډک د قوماندان په ګډون درې کسان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي. شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنيف رضایي د لړم په ٢٤مه  پژواک ته وویل چې بلخ کې د سرحدي لوا د درېیم کنډک قوماندان جګړن نعیم پیکار له دوو نورو امنیتي... read more

ګردېز ښار کې يو واټ د "شهيد خبريال محمدالياس داعي" په نوم ونومول شو

2020-11-13
By شکـور کامـران on 13 November 2020 ګردېز (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز ښار کې پکتيا پوهنتون ته څېرمه يو نوی جوړ شوی واټ د شهيد خبريال محمدالياس داعي په نوم ونومول شو. د پکتيا وويل محمدحليم فدايي د واټ نومولو سربېره د دې نوي جوړ شوي يو نيم کيلو مټر سړک پرانيسته هم وکړه، چې په خبره يې په ۲۷ ميليونه افغانۍ د... read more

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

2020-11-13
By شکـور کامـران on 13 November 2020 ګرديز (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا د پوهنې ريیس کوچي ځاځي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځی د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې په پاخه او... read more

"افغان حکومت دې د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي"

2020-11-13
By یوسف منگل on 13 November 2020 خوست ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د خوست يو شمېر خبريالان وايي چې افغان حکومت دې د خبريالانو د ژوند خونديتوب په برخه کې خپله بې تفاوتي پای ته ورسوي. هغوی دا څرګندونې نن )د لړم ۲۳مه» په هغې غونډه کې وکړې چې په هلمند کې د ازادي راډيو د وژل شوي خبريال الياس داعي د غمشريکۍ په موخه جوړه شوې وه. دوی په... read more

خوست کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي

2020-11-13
By یوسف منگل on 13 November 2020 خوست ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي. د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د خوست د ګربز ولسوالۍ په وچ خوړ سيمه کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل... read more

Pages