وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 32 min 22 sec ago

پکتيکا کې د ترافيکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-11-13
By رحيم خان خوشحال on 13 November 2020 ښرنه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي. د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند لال اميري د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز ښرنې په پي ار ټي سيمه کې کرولا  لړ لارۍ موټرو ټکر کړى دى. هغه وايي... read more

د هرات نهم امنیتي کنفرانس جوړ شو

2020-11-13
By ستورى کريمي on 13 November 2020 هرات ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د هرات امنیتي خبرو اترو نهمه ناسته نن د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ترسره شوه. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس داوود مرادیان د دې ناستې موخه په افغانستان کې د جګړو د اصلي عواملو او د سولې د ټینګښت ډ څرنګوالي ارزونه یاده کړه. مرادیان زیاته کړه چې د روان... read more

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٧٤ کسان پر کرونا اخته او څلور یې له امله مړه شوي

2020-11-13
By عزيزالله همدرد on 13 November 2020 کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٢٩٦٩ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٣مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته... read more

لغمان کې د وريجو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

2020-11-13
By عبيدالله بيدار on 13 November 2020 مهترلام (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د لغمان د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د وريجو د حاصلاتو کچه پنځه سلنه لوړه شوې ده. د لغمان د کرنې او اوبو لګولو ریيس انجینر محمد جمیل خوشحال پژواک ته وویل چې دوی له یوولس زره هکتاره کرنیزې ځمکې ٤٥ ټنه وریجې ترلاسه کړې دي. د... read more

لغمان کې د وريجو حاصلات پنځه سلنه لوړ شوي

2020-11-13
By عبيدالله بيدار on 13 November 2020 مهترلام (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د لغمان د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د وريجو د حاصلاتو کچه پنځه سلنه لوړه شوې ده. د لغمان د کرنې او اوبو لګولو ریيس انجینر محمد جمیل خوشحال پژواک ته وویل چې دوی له یوولس زره هکتاره کرنیزې ځمکې ٤٥ ټنه وریجې ترلاسه کړې دي. د... read more

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس دولتي سرتېري او لس طالبان وژل شوي

2020-11-13
By اجمل کاکر on 13 November 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): حکومتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د بالاحصار په سيمه کې د امنيتي... read more

امنيتي مسوولين: پکتيکا کې د حقاني شبکې لسو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-11-13
By رحيم خان خوشحال on 13 November 2020 ښرنه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ د حقاني شبکې څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته د حقاني شبکې يو شمېر وسله والو پلان درلود چې د برمل... read more

ډاکتر عبدالله: په سوله کې بایلونکی او په جګړه ګټونکی نشته

2020-11-13
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 13 November 2020 کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس وايي چې د سولې خبرې د افغانستان د خلکو د څلوېښت کلنو دردونو او رنځونو ختمولو لپاره یو فرصت دی او طالبان هم باید دغه موضوع درک کړي. په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره نن (جمعه) خپره شوې، راغلي چې ډاکتر عبدالله... read more

ولسمشر غني: د تدارکاتو برېښنايي سيستم ته دې پراختيا ورکړل شي

2020-11-13
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 13 November 2020 کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د ملي تدارکاتو کمېسیون د امنیتي سکتور د لوژستیک او تدارکاتو مدیریت طرحې، د الکترونیکي تدارکاتو سیستم او د تدارکاتو نظام د اصلاحاتو پر پنځه کلنې ستراتيژې بحث کړی دی. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لړم ٢٣مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل... read more

​د اروزګان دهراوود ولسوالۍ طالبانو نيولې ده

2020-11-13
By اجمل وصال on 13 November 2020 ترينکوټ (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په دهراوود ولسوالۍ کې جګړه وه خو تېره شپه طالبانو نيولې ده. د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د ولسوالۍ مقام، د امنیې قوماندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او نورې... read more

د کابل په ارغندۍ کې چاودنې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2020-11-13
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 13 November 2020 کابل ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سيمه کې چاودنه شوې ده. هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه سرتېري... read more

«که د حقه الزحمه ښوونکو ستونزه حل نه شي خوست کې به ښوونځي وتړل شي»

2020-11-12
By یوسف منگل on 12 November 2020 خوست ښار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د خوست د یو شمېر ښوونځيو امرين خبرداری ورکوي چې که حکومت د «حقه الزحمه ښوونکو ستونزه» هواره نه کړي، ډېر ښوونځي به وتړل شي. حق الزحمه یي ښوونکي رسمي ښوونکي نه دي او د قرارداد له مخې د یوې اندازې پیسو په بدل کې درس کوي. خوست کې د یو شمیر ښوونځيو امرينو چې شمېر يې... read more

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او زوی یې په یوه کمین کې وژل شوي

2020-11-12
By فرید تنها on 12 November 2020 محمودراقي (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر او د هغه زوی د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په کمین وژل شوي دي. د کابل د قرباغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر محمد اکبر موټر چې... read more

ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې لپاره کمېسیون جوړ کړ

2020-11-12
By خواجه نصیر احمد صدیقی on 12 November 2020 کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): ولسمشر غني، په داسې حال کې له فساد سره د مبارزې کمېسیون د جوړېدو اعلان کړی چې نړیواله ټولنه فساد د افغانستان ستره ستونزه بولي او له دې ستونزې سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن په چهارچنار ماڼۍ کې د اروپایي ټولنې د فساد پر... read more

ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

2020-11-12
By یوسف ظریفی on 12 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شاوخوا ۱۸ میليونه افغانيو په لګښت د نجونو د يوې لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا دوه پوړيزه ودانۍ د نهو مياشتو په موده کې جوړه شوې او مسوولين وایي، د سلګونه زده کوونکو د سرپناه نشتوالي ستونزه به ورسره حل... read more

خلک: د حکومت او طالبانو پلاوي بايد د سولې په مذاکراتو کې رښتیني و اوسي

2020-11-12
By راز محمد, رحيم خان خوشحال on 12 November 2020 پلخمري- ښرنه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د بغلان او پکتيکا اوسېدونکي وايي چې حکومت او طالبان بايد هر څو ژر اوربند او سوله وکړي او په دې برخه کې دې رښتیني و اوسي. د بغلان ځینو ديني عالمانو او خلکو نن په دغه ولايت کې د سولې اړوند غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې ديني عالم او د بغلان د حج او اوقافو... read more

"معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی"

2020-11-12
By بشیر احمد نادم on 12 November 2020 کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کندهار خبریالان وايي، معلوماتو ته یې لاسرسی محدود شوی او دا چاره د هغوی د ګواښلو، تهدیدولو او ان وژلو لامل شوې ده. په دې اړه نن (د لړم ۲۲مه) د سوېلي زون د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې/ نی په دفتر کې یوه خبري غونډه جوړه شوې وه چې د ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو، د... read more

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ له تېرو درېيو ورځو راهیسې طالبانو کلابنده کړې ده

2020-11-12
By یوسف ظریفی on 12 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار حصارک ولسوالۍ چې له کلونو راهيسې نا امنه ده، له تېرو درېيو ورځو راهيسې يې امنیتي وضعيت لا خراب شوی او سلګونه وسله والو محاصره کړې ده. که څه هم د دې ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره شول، خو ځايي خلک او امنيتي سرچينې وايي چې ولسوالۍ لا هم د امنيتي ځواکونو په... read more

ولسمشر غني: ترهګر د خبریالانو په وژلو سره د هغوی غږ نه شي بندولاى

2020-11-12
By احمد صهیب حسرت on 12 November 2020 کابل (پژواک، ۲۲ لړم ٩٩): ولسمشر غني وایي چې ترهګرې ډلې د بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولای؛ ځکه د رسنیو دا حق پر ډېرو قربانیو ترلاسه شوى دى. نن له غرمې مخکې د هلمند په مرکز کې د ازادي راډيو خبريال د ماين په چاودنه کې ووژل شو او د يوه بل خبريال په ګډون... read more

تېر ۲۴ ساعته په افغانستان کې ١٨٦ کسان پر کرونا اخته او لس یې له امله مړه شوي

2020-11-12
By عزيزالله همدرد on 12 November 2020 کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٨٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۷۹۵ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢٢مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را... read more

Pages