وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 38 min 7 sec ago

په سمنګان کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژل شوی

2020-11-12
By برات on 12 November 2020 ایبک (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): طالبانو د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژلی دی. د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارمن منیر حیمي وویل، د قوماندان قندو په نوم د ولسي پاڅون کوونکو مشر تېره شپه اته بجې د طالبانو له خوا ووژل شو. هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو د... read more

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني ومړ

2020-11-12
By عزيزالله همدرد on 12 November 2020 کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. سلطاني پرون مازدیګر د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده. نوموړی چې د داخله ناروغیو استاد و، کلونه یې په کابل طبي پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړه او د افغانستان د طبابت په برخه کې یې مهم... read more

هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى

2020-11-12
By اباسين زهير on 12 November 2020 کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٩): د هلمند په مرکز کې د ازادۍ راډيو خبريال د ماين چاودنه کې وژل شوى او د يوه بل خبريال په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.  د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې په مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ راډيو د خبريال الياس داعي پر... read more

له راتلونکې دوشنبې نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کوي

2020-11-11
By عزيزالله همدرد on 11 November 2020  کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د ولسي جرګې رییس وايي چې د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې هره ورځ درې نوماند وزیران دې جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کوي او د رایو ترلاسه کولو لپاره ورته صندوقونه اېښودل کېږي.  ولسمشر د نوي حکومت له جوړېدو شاوخوا اته میاشتې وروسته د روان کال په ۳۰ مه، ۲۲ نوماند... read more

ولسي جرګې د بدني روزنې او ورزش د قانون طرحه تصویب کړه

2020-11-11
By عزيزالله همدرد on 11 November 2020 کابل (پژواک،۲۱لړم ۹۹): د کار د قانون نوې طرحه د عدلیې وزارت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه او د بدني روزنې او سپورټ د قانون د طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د دغې جرګې له خوا تصویب شو. د کار د قانون طرحه چې ۱۴ فصلونه او ۱۶۵ مادې لري او له دې وړاندې کابینې تایید کړې، نن د عدلیې وزارت د نوماند... read more

فراه کې"د قتل لامل شوې صحرایي محاکمې" ته دوو کلونو کې رسېدنه نه ده شوې

2020-11-11
By خواجه بصیر فطري on 11 November 2020 کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د ولسي جرګې د غړي عبدالستار ورور او د فراه اوسېدنکي عبدالجبار دوه کاله مخکې د محمد حسین په نوم خپل وراره وژلی په داسې حال کې تر اوسه یادې قضیې ته رسېدنه نه ده شوې چې د حسین له وژلو وروسته یې ورور هم اختطاف او وژل شوی دی. محمد نعیم حسیني د فراه د مرکز د داراباد کلي... read more

​د سره صلیب کمېټه: هم مهاله سوله او جګړه منطقي نه دي، باید تاوتریخوالی کم شي

2020-11-11
By عبدالرقیب سایل on 11 November 2020 کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): د سره صلیب نړیوالو کمېټه هم مهاله د سولې خبرې او جګړه منطقي نه بولي او وایي چې په افغانستان کې ښکېل اړخونه باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره د ملکي خلکو او عامه ځایونو له په نښه کولو لاس واخلي. د یادې کمېټې مشر رابرټ ماردیني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د افغانستان... read more

حکومتي مسوولين: هرات او پکتيکا کې ٢٢ طالبان وژل شوي

2020-11-11
By ستورى کريمي, رحيم خان خوشحال on 11 November 2020 هرات-ښرنه (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په هرات او پکتيکا ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې ٢٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو له لوري د لړم په ٢١مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله وال طالبان د پشتون زرغون... read more

د کندهار په ژېړۍ کې د راکټ لګېدو له امله څلور ښځې وژل شوې دي

2020-11-11
By بشیر احمد نادم on 11 November 2020 کندهار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې یو توغول شوى راکټ د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلی چې له امله یې څلور ښځې وژل شوې دي. دا پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو... read more

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ١٤٦ کسان پر کرونا اخته او څلور یې له امله مړه شوي

2020-11-11
By عزيزالله همدرد on 11 November 2020 کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٢٦٠٩ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ٢١ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته... read more

خلک: د غزني حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى

2020-11-11
By سيف الله مفتون on 11 November 2020 غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دى او خلک اړ دي چې خپلو ناروغانو ته له بهر څخه درمل وپيري. خو بل لورته د ياد روغتون مسوولين وايي چې له امکاناتو سره سم دوى د ټولو ناروغانو درملنه کوي او درمل ورکوي. د غزني د حوزوي... read more

بلخ کې د روغتون لپاره د ۲.۱ میلیون افغانیو امبولانس په ۶.۸ میلیونه پیرل شوی

2020-11-11
By عبدالرقیب سایل on 11 November 2020 کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): په بلخ کې روغتونونو ته ۵۱ قلمه توکي په ټولیز ډول ۱۷ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي او په دې توکو کې د ۳۵زرو یو ماشین په ۴۳۸ زره او د ۲.۱ میلیون افغانیو امبولانس په ۶.۸ میلیونه پیرل شوي دي.   دغه توکي تېر کال د تلې او لیندۍ په میاشتو کې د بلخ په مرکز کې په نشه... read more

د حج او اوقافو وزارت: د اذربايجان اسلامي کنفرانس کې د افغانستان جګړه حرام وبلل شوه

2020-11-11
By جاوید همیم کاکړ on 11 November 2020 کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩) : د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې په اذربايجان کې د ٢١ اسلامي هزوادونو او څلورو نړيوالو اسلامي سازمانونو په يوه ګډ کنفرانس کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وګڼله او د جګړې له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې جګړه ودروی او سولې ته لومړیتوب ورکړي. د ارشاد حج او اوقافو... read more

صديقي: اغاخان بنسټ د هرات د پنځم منار بيارغونه کې مرسته کوي

2020-11-11
By جاوید همیم کاکړ on 11 November 2020 کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د اغاخان بنسټ د هرات مصلى د پنځم منار په جوړولو کې د افغانستان د حکومت مرسته کوي. د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغونې په اړه د اغاخان فرهنګي عمومي مدیر... read more

صالح: الله ګل مجاهد د کابل د دوولسمې حوزې امر ته ګواښ کړى

2020-11-11
By خواجه بصیر فطري on 11 November 2020 کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د ولسي جرګې وکيل الله ګل مجاهد د کابل د دوولسمې حوزې امر ته له دندې د منفکۍ ګواښ کړى، خو مجاهد وايي چې دا يې پر وړاندې دسيسه او شخصيت وژنه ده. امرالله صالح له تېرې مياشتې راهيسې د کابل د امنيت مسووليت پر غاړه اخيستى او هر سهار... read more

"ملي امنيت ننګرهار کې د ۱۴ طالبانو په ګډون شل کسان نيولي دي"

2020-11-11
By یوسف ظریفی on 11 November 2020 جلال اباد (پژواک،۲۱ لړم ۹۹): د ملي امنيت ادارې له لوري د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې تېره اوونۍ د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۰ کسان نيول شوي دي. په دغو کسانو کې د طالب او داعش وسله والو سربېره انسان تښتوونکي او نور مجرمين شامل دي. ياد کسان د لړم په ۲۱مه د ننګرهار ملي امنيت رياست انګړ کې... read more

وسله والو کسانو په جوزجان کې درې کسان وژلي

2020-11-11
By حامد " تمکين " on 11 November 2020 شبرغان (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د فیض اباد ولسوالۍ په حیدراباد کلي کې پر ملکي وګړو د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې د دغه کلي د پراختیایي شورا د رییس په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوال الف شاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه درې کسان هغه... read more

د افغانستان په تړاو د جنيوا کنفرانس د ویډیو له لارې ترسره کېږي

2020-11-11
By جاوید همیم کاکړ on 11 November 2020 کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د افغانستان په تړاو د جنيوا مرستندوی کنفرانس  د کرونا وبا له امله د ويډيو له لارې ترسره کېږي. ټاکل شوې ده چې دغه کنفرانس ١٢ ورځې وروسته د نومبر په ٢٣مه، د فنلينډ هېواد په کوربه توب د سويس په جنيوا ښار کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره شي. د فنلينډ د بهرنيو چارو... read more

​ننګرهار کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-11-11
By یوسف ظریفی on 11 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): په ننګرهار کې د يوې پوځي چورلکې لوېدو له امله ۴ څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هېواد د هوایي ځواک یوې MI-17 چورلکې تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې... read more

​کابل ښار کې په دوو جلا پېښو کې څلور امنیتي منسوبین وژل شوي

2020-11-11
By احمد صهیب حسرت on 11 November 2020 کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۹): پولیس وايي چې د کابل ښار د اتمې او یوولسمې ناحیو مربوطاتو کې څلور پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د لړم په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د یوولسمې ناحیې اړوند د لب جر په ساحه کې پر یوه رینجر... read more

Pages