وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 42 min 58 sec ago

مشرانو جرګه: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ديول جوړېدو په پروژه کې ۹۲۵ زره ډالره اختلاس شوی

2020-11-10
By خواجه بصیر فطري on 10 November 2020 کابل (پژواک،۲۰ لړم ۹۹): د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دېوال د جوړېدو په پروژه کې د فساد په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته موندلې چې په دې پروژه کې ۹۲۵ زره امریکايي ډالر حیف او میل شوي دي. دغه راز یاد کمېسیون ویلي چې یادې قضیې ته باید په جدي ډول... read more

حکومت: له پکتيا کابل ته د ترورونو لپاره د ځانګړو وسلو د لېږد مخه ونيول شوه

2020-11-10
By شکـور کامـران on 10 November 2020 جلال اباد، ګردېز (پژواک، ٢٠ لړم ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې لسګونه ميله وسلې او مهمات نيولي دي. د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت رياست سرتېرو د حقاني شبکې اړوند زياته اندازه وسلې او مهمات نيولي دي. د دې رياست مسوولين وايي چې دا وسلې... read more

ننګرهار کې له ۴۳ شرکتونو سره د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې تړونونه لاسليک شول

2020-11-10
By یوسف ظریفی on 10 November 2020 جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د ۴۳ شرکتونو او مرستندويه ادارو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې او مالي ملاتړ تړونونه لاسليک شول. د دې تړونونو له مخې به د کرنې برخه کې فعالې يو شمېر مرستندويه ادارې او شرکتونه د کرنې برخه کې پانګونه کوي او دغه راز به خلکو... read more

خوست کې چاودنې د ملي امنيت يو افسر وژلى اوڅلور سرتېري يې ټپيان کړي

2020-11-10
By یوسف منگل on 10 November 2020 خوست ښار ( پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د ماین چاودنې د ملي امنیت یو افسر وژلی او څلور سرتېري يې ټپیان کړي دي. د ماين دغه چادونه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د خوست ښار اړوند د دولتي ګدام ترڅنګ د ملي امنیت پر هايلېکس موټر شوې. د خوست د ملي امنيت رياست مطبوعاتي... read more

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو تقاضا زياته خو امکانات يې کم دي

2020-11-10
By جاوید احمد on 10 November 2020 مزارشريف ( پژواک، ۲۰لړم ۹۹) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کېدو تقاضا لوړې کچې ته رسېدلې؛ خو په مقابل کې يې د وېش امکانات محدود او کم دي. دمګړۍ مزارشريف کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش يو مرکز فعال دی؛ چې په ورځ کې د ۳۰۰ کسانو د... read more

د پاکستان وېزو د وېش او امنيت مسوولیت جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي

2020-11-10
By عبدالباسط کړوخېل on 10 November 2020 کابل(پژواک،٢٠ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستیال امرالله صالح وایي، د پاکستان وېزې غوښتونکو ته د غوره اسانتیاوو د طرحې عملي کولو په موخه د تنظيم چارې مسووليت د عامه ساتنې ريیس جنرال خوشحال سعادت ته سپارل کېږي. امر الله صالح چې د روان کال د تلې میاشتې له ۲۶مې نېټې وروسته یې د کابل ښار د امنیت... read more

ستانکزى : د ننګرهار امنيه قومانداني او د ښار امنيتي حوزې ودانۍ نه لري

2020-11-10
By یوسف ظریفی on 10 November 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت پوليسو ته په تېر کې پوره پاملرنه نه ده شوې او لا هم امنيه قوماندانۍ د پوره کمپلېکس لرونکې ودانۍ نه لري. دی وايي، پر امنيه قوماندانۍ سربېره د جلال اباد ښار يو شمېر امنيتي حوزې او د ځينو ولسواليو قوماندانۍ هم د ودانۍ له... read more

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ملایانو ته ورځي

2020-11-10
By ناهيد عسکري on 10 November 2020 زرنج (پژواک، ۲۰ لړم ٩٩): د کرونا ویروس د دویمې څپې احتمال د نیمروز اوسېدونکي اندېښمن کړي او په داسې حال کې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره له ملایانو تعویذ اخلي چې دیني عالمان تعویذ لیکنه حرامه بولي. کوویډ ـ۱۹ ناروغي چې د کرونا ویروس له امله رامنځته کېږي لومړی د تېر کال په لیندۍ میاشت کې په چین او... read more

ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتون جوړ شو

2020-11-10
By یوسف ظریفی on 10 November 2020 جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۹): ننګرهار کې د پوليسو لپاره د کرونا درملنې ځانګړی ۵۰ بستريز روغتون جوړ شو چې مسوولين وايي، د ټولو نظاميانو درملنه به په کې کيږي. د کورنيو چارو وزارت استازي د لړم په ٢٠مه، ددې روغتون د پرانيستلوپرمهال ډاډ ورکړ چې دا ځانګړی روغتون به اوسمهال د کرونا درملنې لپاره ځانګړی... read more

څېړنه: د روغتیا وزارت یوه چارواکي او د بادغیس د روغتیا رییس دسلګونو میلیونو افغانيو اختلاس هوډ درلود

2020-11-10
By عزيزالله همدرد on 10 November 2020 کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): د پژواک ترلاسه کړي اسناد ښيي چې د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي د بادغیس ولایت د عامې روغتیا له رییس سره په تفاهم هوډ درلود چې په جعلي اسنادو او خیالي تړونونو سلګونه ميليونه افغانۍ حیف و میل کړي. په یادو پروژو کې په بادغیس ولایت کې د طبي تجهیزاتو، دفتري لوازمو،دکال په... read more

په فاریاب کې د موټر بم بريد له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-11-10
By کوهى on 10 November 2020 ميمنه(پژواک،٢٠ لړم ٩٩): د فاریاب د المار ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ د موټر بم برید له امله څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي او دغه قوماندانۍ تراوسه د بریدګرو تر محاصرې لاندې ده. په دغې ولسوالۍ کې یوه امنیتي چارواکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه ۱۱:۴۰ دقیقې د... read more

طالبان: د دوحې تړون د افغان شخړې د هواري لپاره اغېزمنه لاره ده

2020-11-10
By جاوید همیم کاکړ on 10 November 2020 کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : وسله والو طالبانو د امريکا د ټاکنو په تړاو په خپله رسمي اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو او ښه راتلونکي په اړه خورا ښه وثیقه ده. د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې دډېموکراتانو کانديد جو بايډن اوسني... read more

افغانستان کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

2020-11-10
By احمد صهیب حسرت on 10 November 2020 کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): په افغانستان کې تر اوسه پر نشه یي توکو روږدو کسانو کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او یو شمېر روږدي کسان هم ځانونه «د کرونا ضد» بولي، خو د صحي چارو متخصصین بیا دغه څرګندونې ناسمې بولي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې تر اوسه (... read more

کندوز کې ملکي وګړي، سرتېري او طالبان وژل شوي

2020-11-10
By اجمل کاکر on 10 November 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : دکندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد او بيا هوايي بمبار کې سرتېرو، ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لړم په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې... read more

هلمند کې د موټربم بريد له امله پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-11-10
By خبر پژواک on 10 November 2020 لښکرګاه (پژواک، ٢٠ لړم ٩٩) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو موټربم بريد شوى دى. د هلمند د والي وياند عمر ځواک پېښه تاييدوي، خو د بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل. هغه د لړم په ٢٠مه، پژواک ته وويل چې دا موټربم بريد تېر ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د... read more

ټرمپ د دفاع وزير مارک اسپير له دندې ګوښه کړ

2020-11-10
By جاوید همیم کاکړ on 10 November 2020 کابل (پژواک، ٢٠ لړم٩٩) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستيو ورځو کې ددفاع وزير ماريک اسپير له دندې لرې کړى دى. ټرمپ تېره شپه په ټويټر کې ليکلي، چې اسپير يې له دندې لرې کړى او د هغه د خدماتو ستاينه او مننه يې کړې ده. نوموړي دغه راز ليکلي، چې د دفاع وزارت له ترهګرۍ سره د... read more

څېړنه: پکتيا کې د مالیې له درکه هر کال ١٨٣ ميليونه افغانۍ حيف و ميل کېږي

2020-11-10
By شکـور کامـران on 10 November 2020 ګردېز (پژواک، ۲۰ لړم ٩٩): د پژواک موندنې ښيي چې د پکتيا د مرکز ګردېز ښار او د دوو ولسواليو د ٦٥٠٠ هټيو او سوداګریز مارکېټونو ١٨٣ ميليونه افغانۍ ماليه د دولت د خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي. دا څېړنه د پژواک خبريال او ورسره دوو تخنيکي همکارانو له لوري بشپړه شوې ده. د ترلاسه شوو اسنادو، معلوماتو... read more

مسوولين: ميدان وردګو کې چاودنې اووه محصلينو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-11-09
By احمدشاه عرفانیار on 09 November 2020 کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې يوه خصوصي پوهنتون ته څېرمه په چاودنه کې يو محصل وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي. د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتیا رييس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې شوې... read more

ولسي جرګې د روان کال منځنۍ بودجه او د ۱۳۹۸ کال قطعیه رد کړل

2020-11-09
By خواجه بصیر فطري on 09 November 2020 کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): ولسي جرګې د روان کال منځنۍ بودجه او د ۱۳۹۸ کال د بودجې د قطعیې راپور د حاضرو غړو د رایو په اکثریت در کړل. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دغې جرګې مالي او بودجوي کمېسیون د روان کال د منځنۍ بودجې په اړه د دغه کمېسیون د ګډو ناستو راپور جرګې ته وړاندې کړ او د حکومت د... read more

ولسي جرګې د روان مالي کال منځنۍ بودجه او د ۱۳۹۸ کال قطعیه رد کړل

2020-11-09
By خواجه بصیر فطري on 09 November 2020 کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): ولسي جرګې د روان مالي کال منځنۍ بودجه او د ۱۳۹۸ کال د بودجې د قطعیې راپور د حاضرو غړو د رایو په اکثریت در کړل. د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دغې جرګې مالي او بودجوي کمېسیون د روان مالي کال د منځنۍ بودجې په اړه د دغه کمېسیون د ګډو ناستو راپور جرګې ته وړاندې کړ او د حکومت... read more

Pages