وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 35 min 52 sec ago

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان پر کرونا اخته او نهه مړه شوي

2020-08-13
By عزيزالله همدرد on 13 August 2020 کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٤٢٤ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٢٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.... read more

حکومت : طالبانو تېرو دوو اوونيو کې ٤٥٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-08-13
By خواجه بصیر فطري on 13 August 2020 کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي  چې وسله والو طالبانو په تېرو دوو اوونيو کې ٤٥٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده موده کې طالبانو ١٢١ ملکي وګړي وژلي او ٣٣٦ نور يې ټپيان کړي دي.... read more

د بلخ د ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي

2020-08-13
By جاوید احمد on 13 August 2020 مزارشريف ( پژواک، ۲۳زمری ۹۹) : د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو له نشتونه شکايت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت خپل عاجل ناروغان د درملنې لپاره ښار ته نه شي رسولای او په لاره کې تلف کېږي. بلخ ولايت کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې... read more

وحيد عمر: طالبان د تاوتريخوالي له لارې نه شي کولاى له حکومته باج واخلي

2020-08-13
By عبدالرقیب سایل on 13 August 2020 کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩): د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو پرمهال طالبان نه شي کولاى چې له تاوتريخوالي په ګټه اخيستو سره خپلې غوښتنې پر حکومت ومني. دغه څرګندونې د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو چارو سلاکار وحید عمر نن کابل کې د ځوانانو نړیوالې ورځې د نمانځلو په یوې... read more

کندهار کې چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل او شپږ نور یې ټپيان کړل

2020-08-13
By بشیر احمد نادم on 13 August 2020 کندهار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۹): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې د... read more

د کابل د اتمې امنیتي حوزې دوه مسوولين له دندو ګوښه شوي

2020-08-13
By عزيزالله همدرد on 13 August 2020 کابل (پژوک، ۲۳ زمرى ۹۹): د ولسمشر په حکم، د کابل ښار د پولیسو د اتمې امنتي حوزې امر او جنایي مدیر د وظیفوي غفلت او بې نظمۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د پولیسو د اتمې حوزې دغه لوړپوړي منسوبین د ولسمشر غني په... read more

غزني کې د چاودنې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-08-13
By سيف الله مفتون on 13 August 2020 غزني ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په غزني ښار کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او د څلورو ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده د زمري په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د درېيمې... read more

د کابل کلکان ولسوالۍ کې دوه انجنیران وژل شوي

2020-08-13
By فرید تنها on 13 August 2020 کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ۹۹): د اوبو د تنظیم چارو د ملي ادارې دوه انجنیران د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د کابل د کلکان ولسوالۍ اړوند سيمه کې وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی. د کابل ولایت د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:((تېره ورځ مازیګر د اوبو د... read more

​تخار کې وسله والو يو ښوونځى سوځولى دى

2020-08-13
By اجمل کاکر on 13 August 2020 تالقان (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو د تخار په مرکز تالقانو کې يوه لېسه سوځولې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا درې بجې ناپېژانده وسله والو په مرکز تالقانو کې د ابو عثمان تالقاني لېسې... read more

سرچینه: طالبانو د کابل خاکجبار ولسوالۍ کې درې نيولي سرتېري وژلي

2020-08-13
By عبدالرقیب سایل on 13 August 2020 کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩): سرچینه وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې طالبانو هغه درې تنه نيول شوي افغان سرتېري وژلي چې پر طالبانو یې برید کړی دی. پژواک خبري اژانس ته نن یوې باوري سرچینې وویل، وړمه ورځ د ملي اردو درې تنو سرتېرو چې غوښتل يې د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د شېرالله له سیمې څخه خپلو کورونو... read more

يونيسف: د نړۍ ۸۱۸ ميلیونه ماشومان ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړني امکانات نه لري

2020-08-13
By احمد صهیب حسرت on 13 August 2020 کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩):  د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وایي چې د نړۍ په کچه له هرو پنځو ښوونځیو څخه دوو ښوونځيو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو وړاندې د لاسونو وینځلو لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه درلود. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ادارې له خوا د زمري په ٢٣مه، په خپره شوې خبرپاڼه... read more

اروزګان کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او نور څلور نادرکه شوي

2020-08-13
By اجمل وصال on 13 August 2020 ترینکوټ (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور نادرکه دي. د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار د زمري په ٢٣مه، پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل. هغه... read more

Pages