Add new comment

معدن زغال سنگ کرکر به طور معیاری بازسازی میشود

 
پلخمري (پژواک ٧ لړم ٩٢): د بغلان ولايت د کرکر د ډبرو سکرو کان د يوه تونل په بيارغونې سره به د سکرو د استخراج کچه هره ورځ سلو ټنو ته لوړه شي.
دغه تونل، چې د (پي يک) په نوم ياديږي، د افغان-کول په نوم د يوه افغاني شرکت له لوري، چې د يوه تړون له مخې د بغلان ولايت د کرکر، اهن درې او دودکش د ډبرو سکرو کانونه په واک کې لري، په معياري ډول له سره رغول کېږي.
د کرکر کان امر ډيپلوم انجينر عبداللطيف وهابزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تونل په تېرو وختونو کې د ډبرو سکرو تر ټولو فعال کان و، خو پر افغانستان د شوروي د يرغل تر جګړو وروسته له کاره ولوېد.
هغه زياته کړه، چې د ياد تونل بيارغونه د روان کال له وري مياشتې راپدېخوا پيل شوې او نوي سلنه کار يې هم بشپړ شوى او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې يوې مياشتې کې بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
وهابزي زياته کړه، چې اوسمهال له کرکر او دودکش کانونو څخه هره ورځ شاوخوا ١٥٠ ټنه د ډبرو سکاره ايستل کېږي، خو د نوي کان له ګټې پورته کولو سره به دغه کچه ٢٥٠ ټنو ته لوړه شي.
د کرکر کان امر وويل، چې دغه تونل ٢٠٠ متره ژوروالى او په مايلي شکل ٦٠٠ متره اوږدوالى لري او په قوسي بڼه د ګاډرو او وسپنې په وسيلې له سره رغول کېږي او په يوه خوندي او معياري کان بدلېږي. د دغه کان پر بيارغونې يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى دى، چې له دې پرته نور لګښت ته هم اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې افغان- کول شرکت د کرکر، اهن درې او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو د بيارغونې او معياري کولو چارې له دولت سره په ١٣٨٥ لمريز کال کې د ٤٩ کلونو لپاره د يوه تړون له مخې پر غاړه اخيستي او د ډبرو سکاره هم په ځانګړي ډول د غوري د سمنټو جوړولو فابريکې ته، چې هره ورځ ٢٠٠ ټنه سمنټ توليدوي، چمتو او برابروي.
د ډبرو له سکرو د سوځوونکو مهمو توکو په توګه د کورونو، د خښتو د داشونو او د حمامونو په ګرمولو کې ګټه پورته کېږي.
د کرکر د ډبرو سکرو د کارکوونکو استازى محمد کريم وايي، چې د ډبرو سکرو ډېرى کانونه معياري نه دي او کارکوونکي يې له دود، ګازنيونې، د اکسيجن له کمښت او نورو ستونزو سره مخ کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ په داسې حالاتو کې کار دروو او تر هغه چې فني ټيمونه تونلونه څېړي او د ډبرو د کندلو لپاره زمينه برابروي، ډېر وخت لګېږي.))
د کريم د معلوماتو له مخي، شاوخوا ٦٠٠ کارکوونکي د دودکش، اهندرې او کرکر په کانونو کې کارکوي.
يوه کارکونکي محمد مختار وويل: ((کله چې په تونل کې خاورې تويېږي، هغه په لرګيو کلکوي؛ په داسې حال کې چې دا کار خطرناکه دى او د کارکوونکو خونديتوب له ګواښ سره مخامخوي.))
هغه زياته کړه: ((کله چې زموږ د کار وسايل او يا واګون د تونل په دېوالونو لګېږي، تونل لړزه کوي او موږ اندېښمن کوي چې خداى نه کړي، راونه لوېږي.))
د بغلان ولايت د ډبرو سکرو کارکوونکي له چارواکو غواړي، چې ټول تونلونه په معياري بڼه له سره ورغوي، ترڅو کارکوونکي پرته له کوم ګواښه، کانونوه وکېندي.
خو د کرکر کان امر وويل، کوم کانونه چې خوندي نه وي، د افغان-کول په نامه شرکت به يې په راتلونکي کې په معياري بڼه له سره ورغوي.
بغلان ولايت په تاله برفک ولسوالۍ کې دوه کانونه، يو کان په ده صلاح ولسوالۍ کې او د چنارک په نامه يو کان په نهرين ولسوالۍ کې هم لري.
د کرکر کان په ١٣١٧ لمريز کال کې د يوه شپون له خوا کشف شو. په ١٣٥٠ کال کې په يوې تصدۍ بدل شو او د هغه لوړ توليد په ١٣٦٦ کال ١٦٠زره ټنه و او لږ توليدات يې په کال ١٣٧٠ کې ١٠زره ټنو ته رسېدل.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.