زرنج ( پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٢ ) : د نيمروز ولايت د اوسېدونکو مهمې غوښتنې د څښلو لپاره د پاکو اوبو برابرول، د امنيت ټينګښت او د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى کول دي.
د زرنج ښار يو تن اوسېدونکى ګل احمد وايي، چې دولت دې دوى ته د څښلو لپاره پاکې اوبه برابرې کړي، دوى نور له دولت څخه هېڅ غوښتنه نه لري.
هغه زياتوي ، چې که څه هم په دې ښار کې د هلمند سيند بهيږي، خو دوى ترې ګټه نه شي پورته کولى او ټولې اوبه ايران ته اوړي.
د نوموړي په وينا، خلک په بوشکو کې له ټانکرو څخه اوبه اخلي او يو شمېر بې وزله خلک دغه کار هم نه شي کولى.

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي د عامه نظم ګډوډلو په تور نیول شوي
- قطر: په افغان سوله کې دې د لږکيو او ښځو حقونه خوندي شي
- "د بلخ د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي"
- پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري
- د روغتيا وزارت له ممانعت سره سره، الکوزي يو ځل بيا د درملو وېش پيل کړى