فراه (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): په فراه کې د افغان ملت ګوند له خوا لاريون وشو او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه يې د نوي ولسمشر د ژر اعلانولو غوښتنه وکړه.
دا لاريون چې نن (د وږي ۱۳مه) د فراه په ښار کې ترسره شو، د دغه ګوند د فراه چارواکو او تر ٣٠٠ پلويانو يې ګډون کړى و.
جمال الدين پاچاخېل په فراه کې د افغان ملت ګوند مشر ، چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړى و، وويل: ((موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غواړو چې ډيموکراسۍ او د ولس رايو ته احترام وکړي او هر څه ژر دې نوی قانوني ولسمشر را وپېژني.))

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي د عامه نظم ګډوډلو په تور نیول شوي
- قطر: په افغان سوله کې دې د لږکيو او ښځو حقونه خوندي شي
- "د بلخ د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي"
- پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري
- د روغتيا وزارت له ممانعت سره سره، الکوزي يو ځل بيا د درملو وېش پيل کړى