By: پژواک , Date:14/08/2019
لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي. دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس شبير احمد حامد پژواک خبري اژانس... پاتی برخه
By: نويد احمد , Date:16/04/2019
کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هلمند ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو حوزې په ګډون یې د  شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان کړې... پاتی برخه
By: زين الله ستانکزى , Date:24/10/2018
لښکرګاه (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د هلمند يو اوسېدونکی ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د رايې ورکونې له امله يوه ګوته پرې کړې ده. دغه کس حفيظ الله نومېږي او دا مهال د هلمند په بست روغتون کې تر درملنې لاندې دى. هغه د لړم... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Helmand.To see other videos

 
لښكرګاه-جلال اباد (پژواك ۱۳ چنګاښ ۹۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو په يوه بريد کې يوه ښځينه پوليسه او په يوه چاودنه کې څلور نجونې وژل شوې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د چنګاښ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل،  نن سهار اوه بجې د بست تصدۍ په سيمه كې د اسلام بي بي په نوم پر يوې پوليسې او د هغې پر زوم د دوو موټرسايكل سپرو له خوا بريد وشو.
د ده په خبره، په پېښه كې پوليسه او زوم يې ټپيان شول، خو روغتون ته تر رسېدو وروسته پوليسې د ټپونو له امله ساه وركړه او زوم يې تر درملنې لاندې دى.

 
لښكرګاه (پژواك ٤ چنګاښ ۹۲): د هلمند پوليسو د يوه كمين په ترڅ كې سلګونه كيلوګرامه وچ ترياك نيولي دي.
د واشير ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ مرستيال لومړى څارن نثاراحمد د چنګاښ په ٤ مه پژواك اژانس ته وويل، د يو کشفي راپور پر اساس يې نن سهار ۳۶۰ كيلوګرامه وچ ترياك نيولي دي.
نوموړى زياتوي، چې د نشه يي توكو لېږدوونكو غوښتل،دغه توکي د واشير د تيلغلا له سيمې په يوه موټر كې وليږدوي، چې پوليسو يې پر وړاندې عمليات ترسره كړل.
د امنيه قوماندان په خبره، په همدي مهال جګړه هم رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې يو قاچاق وړونکى ووژل شو او دوه ميله وسله هم ورڅخه ترلاسه شوې ده.

 
لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د هلمند د مجاهدينو شورا وايي، چې په دغه ولايت کې د فساد او د ځمکو غصب اوج ته رسېدلي دي.
دغه څرګندونې د هلمند د جهادي شورا غړو په هغې غونډه کې وکړې، چې د چنګاښ په لومړۍ نېټه په لښکرګاه کې جوړه شوې وه.
دوى ويل، چې پر دولتي څوکيو د نا اهلو کسانو ګومارنې فساد ته لاره هواره کړې چې له امله يې حالات د بحران پر لور روان دي.
د حاجي حقبين په نوم يوه پخواني جهادي قوماندان وويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې دولت او نړيواله ټولنه په دې ونه توانېدل چې په متوازنه توګه ولس ته خدمات وړاندې کړي، خو برعکس يې ناخوالو ته لاره هواره کړه.

 
لښکرګاه (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۲): د هلمند پر امنيه قوماندان نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې درې تنه ټپيان شوي او دى خپله ترې روغ وتلى دى.
دغه بريد نن (د غبرګولي ۲۷مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د لښکرګاه ښار په لطيف څلورلارې کې شوی دی.
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور تر پېښې څو شېبې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګی بريد د يوه کرولا موټر په وسيله شوی دی.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي خپل موټربم د امنيه قوماندان نبي الهام له موټر سره جنګولی او چاودنه يې ورکړې ده.

 
کابل ( پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢ ) : بريتانوي ځواکونه خپل پوځي مرکز د هلمند له لښکرګاه څخه د ګرشک ولسوالۍ باسټيان ته ليږدوي.
له ٢٠٠٦ زېږديز کال راهيسې ،چې بريتانوي ځواکونه په هلمند کې ځاى پر ځاى شوي وو د خپلو نهو زرو سرتېرو قومانده يې له لښکرګاه څخه پرمخ وړه.
بريتانوي رسنيو د پوځي چارواکو په حواله د غبرګولي په ٢٥مه، خبر ورکړى، چې دوى خپل پوځي مرکز ددې لپاره په لښکرګاه کې جوړ کړى و، څو له افغان ځايي چارواکو سره له نږدې وګوري او مشورې ورکړي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:14/08/2019

د هلمند په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امني... پاتی برخه

سرغړونې

By: زين الله س... , Date:29/12/2018

د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکو...

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندانو د خپلو پلويا... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

قومي مشران: د هلمند امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی
By: زين الله س... , Date:30/12/2015

قومي مشران: د هلمن...

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که... پاتی برخه

ملي شورا

By: زين الله س... , Date:24/09/2018

د هلمند ښځینه نوماندانې: کلتوري او امنیتي ستونزې مو د...

لښکرګا (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): له هلمند ولايته د ولسي جرګې راتلونکو ټاکن... پاتی برخه

مرکې

Nad Ali poised to embrace vote: official
By: شمس جلال , Date:15/03/2014
  لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د ولسي جرګې غړى او ن... , Date:17/10/2018

د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان يوه چاودنه...

لومړى تعقيب-لښکرګاه(پژواک،٢٥تله٩٧): د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان... پاتی برخه