By: پژواک , Date:14/08/2019
لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي. دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس شبير احمد حامد پژواک خبري اژانس... پاتی برخه
By: نويد احمد , Date:16/04/2019
کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هلمند ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو حوزې په ګډون یې د  شپږو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان کړې... پاتی برخه
By: زين الله ستانکزى , Date:24/10/2018
لښکرګاه (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د هلمند يو اوسېدونکی ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د رايې ورکونې له امله يوه ګوته پرې کړې ده. دغه کس حفيظ الله نومېږي او دا مهال د هلمند په بست روغتون کې تر درملنې لاندې دى. هغه د لړم... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Helmand.To see other videos

لښکرګاه ( پژواک،٢٧غبرګولی٩٢) : د هلمند ډېری اوسېدونکي ناامني، بې کاري، د پوهنې  ټيټ کيفيت،د کارېزونو نشتوالى، د بنسټيزو پروژو نه پلي کېدل او اداري فساد خپلې مهمې ستونزې بولي. د لښکرګاه  ښار اوسېدونکى جان محمد وايي، په هلمند کې د هر ډول پرمختګ د مخنيوي لامل د نا امني او په ادارو کې شته فساد دی. نوموړي وويل، په تېرو څو کلونو کې حکومت ونه توانېده، چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره پياوړى مېکانيزم او د ستونزو مخه ونيسي. د هغه په خبره، په لښګرګاه کې د بيارغونې له شل سلنې ډېرې چارې نه دي تر سره شوي او خلک له بې کارۍ کړېږي.

 
لښکرګاه (پژواک،١٧غبرګولى٩٢): په هلمند کې لسګونو سيمه ييزو پوليسو ته د يوې مياشتې په موده کې، د جنګي تاکتيکونو ترڅنګ د قانون د پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې په لومړي ځل روزنه ورکړل شوه.
دهلمند امنيه  قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې تر دې وړاندې يواځې ملي او د عامه نظم پوليسو ته روزنه ورکول کېده،خو دا لومړى ځل دى، چې سيمه ييزو پوليسو ته په دې ولايت کې روزنه ورکول کېږي.
 الهام وايي، چې ٧٩ پوليسو ته د يوې مياشتې په موده کې د مسلکي ښوونکو له خوا روزنه ورکړل شوه.

لښکرګاه ( پژواک٢٧غبرګولى ٩٢): د هلمند ولايت اوسېدونکي له حکومت او نړيوالې ټولنې، د اداري فساد له منځه وړل، د پوهنې بهير ته د پراختيا ورکړه، د امنيت ټينګښت، کرنيزو توليداتو ته يې د بازار موندل او  سمو روغتيايي خدماتو ته لاسرسى غواړي .
دهلمند د مرکز لښګرګاه ښار اوسېدونکی جان محمد وايي،چې د امنيت تامين، د فساد له منځه وړل، د پوهنيز بهير پراختيا، کرنيزو توکيو ته بازار موندنه، فابريکې او سړې خونې، د بې کارۍ له منځه وړل او د اوبو د سيستم رغونه يې له حکومت څخه مهمې غوښتنې دي ، چې  بايد په دغو برخو کې عملي کار وشي .

 
لښكرګاه (پژواك ۱۵ غبرګولى ۹۲): چارواکي وايي،چې د هلمندپه سنګين ولسوالۍ كې د ماين چاودنو شپږ ملكي وګړي وژلي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په ۱۵مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په دوو جلا چاودنو كې شپږ عام وګړي ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې درې سړي او درې ښځې شاملې دي.
د ځواک په وينا، د ساروان كلا سيمې د ملازو كلي اوسېدونكو د وسله والو طالبانو د ډېر ورتګ له مله خپل کورونه پرېيښي وو.
د ده په خبره، چې تېره ورځ بېرته افغان ځواكونو سيمه تر خپل واك لاندې راوسته او وتلي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

 
لښكرګاه (پژواك ۱۴ غبرګولى ۹۲):  د كورنيو چارو وزير وايي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ د جګړې پلان په پاكستان كې جوړ  شوى دى.
د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ دغه څرګندونې تېره ورځ هلمند ته د خپل سفر پر مهال په يوه خبري ناسته کې وکړې.
نوموړي وويل، سنګين ته يې د سفر  موخه دا وه، چې د امنيت  ارزونه وكړي او تر څنګ يې د افغان امنيتي ځواكونو اړتياوې  او مورال له  نږدي وګوري.
د ده  په خبره، كه څه  هم د دولت وسله والومخالفينو په سنګين كې په لويه کچه بريدونه پيل كړې،  خو افغان  ځواكونو په ځانګړې  توګه سيمه ييزو پوليسو يې  په  ډېرې چټكۍ سره مخه ونيوه.

 
لښكرګاه (پژواك ۱۳ غبرګولى ۹٢): چارواکي وايي،چې د هلمند په سنګين  ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په  ۱۳مه  پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يو ځل بيا د ساروان كلا د هراتيانو په سيمه كې جګړه  شوې ده.
د ده په خبره،  ياده سيمه دوه ورځې مخکې د يو لړ عملياتو په ترڅ كې له وسله والو مخالفينو پاكه شوې وه، خو تېره ورځ بيا  د وسله والو طالبانو خوځښتونه په کې ليدل شوي دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:14/08/2019

د هلمند په شپږو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ زمرى ۹۸): د هلمند د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د نا امني... پاتی برخه

سرغړونې

By: زين الله س... , Date:29/12/2018

د هلمند معترض نوماندان: زموږ رايې دې د بل ولايت کارکو...

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۷): په هلمند کې يو شمېر معترض نوماندانو د خپلو پلويا... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

قومي مشران: د هلمند امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی
By: زين الله س... , Date:30/12/2015

قومي مشران: د هلمن...

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که... پاتی برخه

ملي شورا

By: زين الله س... , Date:24/09/2018

د هلمند ښځینه نوماندانې: کلتوري او امنیتي ستونزې مو د...

لښکرګا (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): له هلمند ولايته د ولسي جرګې راتلونکو ټاکن... پاتی برخه

مرکې

Nad Ali poised to embrace vote: official
By: شمس جلال , Date:15/03/2014
  لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند د نادعلي ولسوال وايي، چې په دې ولسوا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: د ولسي جرګې غړى او ن... , Date:17/10/2018

د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان يوه چاودنه...

لومړى تعقيب-لښکرګاه(پژواک،٢٥تله٩٧): د ولسي جرګې غړى او نوماند عبدالجبار قهرمان... پاتی برخه