په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي. دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي. دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي . لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوى دى . د دغو کورنيو ډيرى ځوانان بې کاره دي او له خيمو د جوړو دوکانونو، جومات، کلينيک او ښوونځي ترڅنګ، په ډله ييز ډول ناست وي .

ګدون وکړی
زموږ اونیزې خبرپاڼې ته دلاسرسي په موخه وڼده واخلئ
د ټولټاکنو انځورونه
وروستي خبرونه
- د ولسي جرګې د یوه وکیل درې ساتونکي د عامه نظم ګډوډلو په تور نیول شوي
- قطر: په افغان سوله کې دې د لږکيو او ښځو حقونه خوندي شي
- "د بلخ د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې د دغه ولایت له مرکزه پر مخ بیايي"
- پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ګوري
- د روغتيا وزارت له ممانعت سره سره، الکوزي يو ځل بيا د درملو وېش پيل کړى